د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد

Vacancy Number:AU-HRM/104
Title: د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد
Category:education
Duration:دايمي، د دری مایشتنۍ ازماېښتي مودې له بشپړېدوڅخه وروسته
Exp.: 2020-03-26-(1 Week From now)
Jobs no:1
Salary:دالفلاح پوهنتون د معاشونو د لايحې مطابق
Gender:Male/Female

Location

Organization: الفلاح پوهنتون | About الفلاح پوهنتون
City: Nangarhar
Country: AF

Qualification

Education:د ادارې او دیپلوماسۍ څانګې څخه فارغ وي او د ماسترۍ سند ولري
Work Experience:د تدریس په برخه کې لږ ترلږه درې کاله کاري تجربه ول Years
Qualification:

وړتیاوې



د   ادارې او دیپلوماسۍ څانګې څخه فارغ وي او د ماسترۍ سند ولري

د تدریس په برخه کې لږ ترلږه درې کاله کاري تجربه ولري

د کمپیوټر په  ایم اس افس  او انټرنټ کارولو پوره تسلط ولري

په پښتو،  دری او انګلسي ژبو پوهیدل

کاري ژمنيتا ولري او په دنده کې حاضري او وخت په جدي توګه مراعت کړي

په انفرادي توګه او په ټيم کې د کار کولو وړتيا درلودل

د نورو کاري همکارانو سره د اغيزناکو کاري اړيکو ساتلو توان درلودل


Duties & Responsibilities

داستاد ددندی لا یحه



د سمستر د پېل څخه وړاندې د خپلو مضامینو  اړوند د پوهنتون د ټاکلي فارمېټ سره سم کورس پالیسیانې ترتیبول او د پوهنځي د ریاست او کرېکولم کمېټې څخه یې تاییدول

د سمستر په پېل کې د خپلو مضامینو اړوند تایید شوېو کورس پالیسیانو کاپي محصلینو ته ورکول

د خپلو مضامینو اړوند درسی مواد (لکچر، کتاب، پرزېنټېشن) چمتو کول، او د سمستر په پېل کې یې کاپي محصلینو ته ورکول

پخپلو تدریسي چارو کې د  نویو تکنالوژیکې وسا یلو لکه ایل سی ډي، انټرنېټ څخه کار اخېستل.

په تدریسي چارو کې د نویو مهالنیو تدریسي مېتودونو څخه کار اخېستل

محصلینو ته د څېړنیزو فعالیتونو ترسره کولو په موخه کورنۍ دندې ورکول او له دقيقې کره کتنې وروسته یې محصلانو ته په اړه رسماُ فیډبیک ورکول

د هر درسي ساعت په پېل کې  د پوهنتون په ایم آی ایس کې د اړوند کلاس د محصلینو حاضري په دقیق ډول اخېستل

د سمستر په وسط کې پخپلو ټولو مضامینو کې د ټاکلي فورم پر اساس د وړاندې شوي تدریس په هکله فیډبېک ترلاسه کول او د ترلاسه کړو فورمونو تحلیلي راپور یې د پوهنځي ریاست او د کیفیت لوړونې آمریت ته رسماً د پوهنځي د ریاست له ادرسه سپارل

د الفلاح پوهنتون د استادانو شخصي فاېلونو لپاره ټاکلي موارد کلونو په تفکیک چمتو کول او د اړتیا سره سم یې مهالني کول

د اړوند پوهنځي ریاست د څېړنیزو فعالیتونو د پلان پر اساس خپل اړوند څېړنیز فعالیتونه پخپل وخت او دقیق ډول ترسره کول

حد اقل د پوهنځي اړوند فرعي کمېټو څخه په یو کمېټه کې د کمېټې د مسؤل او یا غړي په توګه په ضیموارانه توګه مسؤلیت ترسره کول

د پوهنځي ریاست سره په اداري کارونو کې مسؤلانه همکاري ترسره کول

د  تعلیمي نصاب د نوي کولو او یا مهالني کول په منظور د پوهنځي ریاست لخوا سپارل کېدونکې دندې په مسؤلانه توګه ترسره کول

د سمستر په جریان کې د تدریس تر څنګ، محصلینو ته د مضامینو اړوند په مهمو علمي موضوعاتو سمینارونه وړاندې کول

د سمستر په پاې کې د خپلو ټولو تدریس کړو مضامینو جلا جلا د کورس د تکمیل راپورونه د ټاکلي فارمېټ سره سم چمتو کول او د پوهنځي اړوند کرېکولم کمېټې له تاييد څخه وروسته یې د پوهنځي ریاست ته سپارل

د هر سمستر دازموینی لپاره د خپلو اړونده مضامینو پوښتنې د لوړو زده کړو وزارت د اصولو سره سم ترتیبول او پخپل وخت یې د پوهنځي تدریسي مدیریت ته سپارل

د محصلینو د ازموېنو نمرې  په دقیق ډول په شوقو  او ایم ای ایس کې رسول

د سمستر د ازموېنو په وخت کې د پوهنځي د ریاست لخوا د ازموېنو د دندو د لېست ډیوټی لست پر اساس خپل مسؤلیت ترسره کول

په مسلکی کانفرانسونو او سیمنارونوکې داداری نمایندګي کول

دالفلاح پوهنتون داداری د غوښتنی په صورت کې  د پوهنتون نه دباندی د صنعتی او تجارتی او عمومی اداروسره د ګډی همکاری اړیکو ټینګول

د الفلاح پوهنتون ادارې لخوا د نورو رسمي کارونو په لړ کې سپارل شوې دندې په مسؤلانه توګه ترسره کول


Submission Guideline

  په شرايطو برابر کاندیدان کولی شي خپله سي وي یا خلص سوانح د غوښتنلیک او اړوندو اسنادو سره یوځای دروان 2020 میلادي کال دمارچ میاشتې تر 26 مې نېټې پورې په لاندې برېښنالیک پته د الفلاح پوهنتون بشري سرچينو آمريت ته واستوي

[email protected]

او یا دې خپل خلص سوانح او د لوړو زده کړو وزارت څخه تائيد شوي د فراغت اسناد  الفلاح پوهنتون بشري شرچینو امریت ته وسپاري

Email: [email protected]
در