( Student Enrollment Officer ) د جديدالشمولانو چارو مسوول

شناسه پست:AU-88
عنوان: ( Student Enrollment Officer ) د جديدالشمولانو چارو مسوول
دسته بندی:Education Teaching & Training
مدت:د درې مياشتنۍ ازمايښتي مودې تر بشپړېدو وروسته، دايمي قرارداد شونی دی.
تاریخ ختم: 2018-12-18-(4 هفته پیش)
تعداد نفر:1
معاش:As per Organization Salary Scale
جنسیت:مرد یا زن

مکان

کارفرما: Alfalah University | درباره Alfalah University
شهر: ننگرهار
کشور: AF

شرایط

تحصیلات:د لېسانس په کچه فارغ وي
تجربه کاری:لږ ترلږه درې کاله کاري تجربه ولري. سال
شرایط:

وړتياوې:



د لېسانس په کچه فارغ وي.

لږ ترلږه درې کاله کاري تجربه ولري.

او انټرنټ پوهیدنه   MS OFFICE د کمپیوتر په 

په پښتو، دري او انګليسي ژبو پوهېدل او روانې خبرې کول.

په انګيسي برخه کې دیپلومه ولري.


وظایف

د دندو لایحه



د محصلانو مديريت، د جديدالشمولانو برخې مسؤل د لاندې ذکرشويو دندو او د دې برخې اړوند نورو هغو کارونو چې د محصلانو مدير يې ورته د فراغت په صورت کې سپاري، تر سره کولو مسؤليت په غاړه لري:



 د هر سمستر تر کانکور ازموینې مخکې نوم لیکنې څانګې ته ثبت نام زمینه برابرول.(کانکور نیټې اجازه لیک او ډیټابیس کې د نوي دور کانکور نیټه جوړول او د ثبت نام رسمې فورمې نوم لیکنې څانګې ته سپارل).



 د نوم لیکنې له بهیر څخه نظارت او ځان مطمئین کول چې چارې يې د لوړوزده کړو وزارت له لوایحو او مقرراتو سره برابر روانې دي.



 د لوړو زده کړو وزارت د جذب لایحې او د پوهنځیو د جذب پلان پر اساس، رسمي پوهنځیو ته محصلان جذبول.



په ټوله کې د نويو جذب شويو محصلانو د اسنادو له خونديتوب څخه ځان مطمئن کول ( د اسنادو د خوندیتوب لپاره ځانکړې پالیسي جوړول.)



 په کانکور ازموينه کې د ګډون لپاره د ثبت نام فورم ترتيبول او هغه اسناد چې د دې فورم سره يوځای د ثبت نام لپاره اړين دي، تر لاسه کول.



 د الفلاح پوهنتون د کانکور ازموينې نتيجې يا د دولتي پوهنتون د کانکور نتيجې پر بنا، د معلوم طرزالعمل پر اساس محصلانو څخه لاندې اسناد تر لاسه، سکېن او بيا يې صنف ته د ډېټابېس له لارې معرفي کول:



د ۱۲ ټولګي يا څوارلسم ټولګي شهاد تنامې او معلوم شمېر کلونو نمرو کاپي.

د محصل د تذکرې کاپي (اصلي تذکره کتل)

په کانکور ازموينه کې د محصل د ګډون فورمه

د محصل انځور/تصوير (دا عکس بايد سپین بګرونډ ولري او رسمي عکس وي).



 له نورو پوهنتونونو څخه تبديلي کوونکي محصلان پوهنځيو ته معرفي کول او په اړوند يې پوره قانوني اسناد ساتل.



 له الفلاح پوهنتون څخه نورو پوهنتونونو ته تبديلي کوونکو محصلانو ته پوره اسناد ورکول.



 محصلينو ته د دوی د غوښتنې پر اساس، د برحالۍ مکتوب ورکول.



- د موجوده محصلانو د غوښتنې پر اساس، دوی ته د يو سمستر يا يو کال لپاره تاجيل ورکول او په تړاو يې اسناد ساتل.



 تاجيل اخستونکي محصلان د تاجيل مودې پای ته رسېدو سره بېرته اړوند صنف ته معرفي کول.



 د علمي معاونيت د غوښتنې په صورت کې د هر پوهنځي د سمستر په تفکيک سره اړينه احصائيه ترتيبول او استول.



  د محصلانو شکایت اړوندې مرجع ته رسول.



 د محصلانو چارو مدير سره د محصلانو په تشويق او ساتنه کې مرسته کول.



  د محصلانو د جذب او ساتنې په موخه په دايرېدونکو مجالسو کې ګډون کول.



 - د محصلانو چارو مدير ته خپل مياشتينی راپور استول.



 د محصلانو چارو اړوند د نوې کړنلارې جوړونې په موخه، محصلانو چارو مدير (خپل امر) ته ګټورې مشورې ورکول.



 د پوهنتون علمي شورا د پرېکړو پر اساس، پر نويو جذب شويو محصلانو د نويو پالیسیو تطبيقول او په دې اړه يادو محصلانو ته کتبي او شفاهي خبر ورکول.



د محصلانو چارو مدير سره د محصلانو د معلوماتي لارښود په جوړونه او مهالني کولو کې مرسته کول.



له نويو جذب کېدونکو محصلانو څخه، د علمي معاونيت او محصلانو مدير د تائيد شوي پوښتنليک په واسطه د پوهنتون د انتخاب لاملونو په هکله سروې تر سره کول او په پای کې د دې سروې يو لنډ راپور چمتو کول او محصلانو مدير ته يې سپارل.



 د لوړوزده کړو وزارت د لوایحو او د الفلاح د داخلي پالیسو مطابق عملیاتي پلان  عملي کول.


طریقه ارسال درخواستی

د اړوندې دندې مینه وال کولی شي، خپله سي وي یا د سوانحو لنډيز له غوښتنلیک او اړوندو اسنادو سره یوځای د روان ۲۰۱۸ ز کال، د ډسمبر میاشتې تر ۱۸ مې نیټی پورې په لاندې بریښنالیک پته راواستوي:

[email protected]

یا هم خپل خلص سوانح او اسناد دې د الفلاح پوهنتون، بشري منابعو امریت ته وس.

ایمیل: [email protected]
en